ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کرېکټ؛ شپږیزه کرېکټ لیګ نهم پړاو سیالۍ پیل شوې

نن دوشنبه د افغانستان کرېکټ‌بورډ له لوري په کابل کرېکټ ملي لوبغالي کې اکسبول ـ شپږیزه کرېکټ لیګ سیالۍ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.

د پرانېستې په مراسمو کې د افغانستان کرېکټ بورډ د عمومي رییس میرویس اشرف، اجراییوي رییس نصیب خان، د المپیک کمېټې عمومي مشر مولوي احمدالله وثیق، پخواني ملي لوبغاړي شاپور ځدراڼ او نورو مهمو شخصیتونو ګډون درلود.

د افغانستان شپږیزه کرېکټ لیګ نهم پړاو سیالیو لومړۍ لوبه کې سپین‌غر زمریان د بندامیر ښامارانو پر وړاندې میدان ته ښکته کیږي.

د دې لیګ دویمه لوبه به مس‌عینک اتلانو او د امو نهنګانو ترمنځ نن ماسپښین ترسره شي.

د شپږیزه کرېکټ لیګ نهم پړاو سیالیو له پیله وړاندې د ګډون کوونکو پینځو لوبډلو لوبډلمشرانو تیره ورځ د افغانستان کرېکټ بورډ د غونډو په تالار کې د یوې خبري ناستې په ترڅ کې د یادو سیالیو د اهمیت او د خپلو لوبډلو د تیاریو په اړه له خبریالانو سره معلومات شریک کړي و.

یادو لوبډلمشرانو دا سیالۍ د ځوانو استعدادونو د موندلو او وده ورکولو لپاره یو ښه فرصت بللی.

هیره دې نه وي، چې یادې سیالۍ له ملي سپورټ او د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون په ویب سایټ په ژوندۍ بڼه نشریږي.