د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشري د اقتصادي کمېسیون غونډه وشوه.
په دې غونډه کې پرېکړه شوې، چې د کانونو او پټرولیم وزارت دې د تخار د چاه اب ولسوالۍ په سمتي سیمه کې د سرو زرو کان ازادې داوطلبۍ ته وړاندې کړي.
دغه راز د اقتصادي کمېسیون له لوري د اوبو او انرژي وزارت ته سپارښتنه شوې تر څو له هندي کمپنۍ سره د ارغستان بند د جوړولو قرارداد د ملي تدارکاتو کمیسیون له لوري فسخه کړي او د یاد بند د سروې او ساختماني چارو کارونه دې د ازادې داوطلبۍ له لارې مخکې یوسي.
په یاده ناسته کې مالیې، صنعت او سوداګرۍ او اقتصاد وزارتونو، د چارو ادارې لوی ریاست او د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت له استازو څخه ګډې جوړې شوې کمېټې ته دنده سپارل شوې، تر څو د دولتي شرکتونو په اړه د اسلامي امارت د مشرتابه عالي مقام، د ریاست الوزرا مقام، کابينې او اقتصادي کمېسیون ټول حکمونه او پرېکړې په هر اړخیز ډول وڅېړي.
د دې تر څنګ دې یاده کمېټه د دولتي شرکتونو لپاره د قانون، جوړښت، مدیریت، نظارت او نورو اړوندو اړخونو ته بیا کتنه او ارزونه وکړي.
د اقتصادي معاونیت غونډه؛ تخار کې دې د سرو زرو کان ازادې داوطلبۍ ته وړاندې شي
