د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د اسد میاشتې په ۲۹ پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د چارو د پيل پرانیسته وکړه.
په همدې موخه جوړو شوو مراسمو کې د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور، د دغه ولایت علماوو، سوداګرو او یو شمېر امارتي مسولینو ګډون درلود.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال جوړو شویو مراسمو ته پخپله وینا کې ویلي؛ اسلامي امارت دا درک کړې ده، چې د پياوړي اقتصاد لپاره زراعت او د زراعت د پرمختګ لپاره اوبه تر ټولو مهمې دي.
همدې موخې ته د رسېدو لپاره اسلامي امارت د اوبو مدیریت په خپلو لومړیتونو کې نیولی او پر پانګوالو یې غږ کړی، چې د اوبو مدیریت په برخه کې پانګونه وکړي.
محترم ملا صاحب زیاته کړې، چې اسلامي امارت د هېواد د خودکفايۍ، ټولنیز او اقتصادي پرمختګ لپاره د نورو برخو تر څنګ د طبیعي سرچینو د مدیریت لپاره قوي هوډ لري چې په خبره یې، په دغه برخه کې یې کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د پانګونې زمینه برابره کړې ده.
د ریاستالوزرا د اقتصادي مرستیال په وینا؛ اسلامي امارت د هېواد په کچه د هغو لویو او متوسطو بندونو ارزونه کړې، چې کارونه یې نیمګړي یا هم نه و پیل شوي.
دغهراز د یادو بندونو د چارو بشپړولو لپاره جامع کاري پلانونه جوړ شوي چې له مخې یې د ډېرو بندونو عملي چارې پیل شوې دي.
د دغو بندونو له جملې یو هم د پلتوني بند دی چې نن یې عملاً کار پيل شو.
نوموړي ویلي، چې د پکتیکا ولسونو د اسلامي نظام د راتلو لپاره ډېرې قربانۍ ورکړې، دا اوس زموږ مسولیت دی چې د دوی ستونزو ته رسېدنه وکړو او په دې ولایت کې هغه پروژې بشپړې کړو، چې د دوی اقتصادي ستونزې تر یوې اندازې پرې حل کېدای شي.
د پلتوني بند د چارو د بشپړولو په برخه کې به له شته امکاناتو څخه استفاده وکړو او له قراردادي شرکت څخه هم غواړو، چې په اخلاص او امانتدارۍ سره ورسپارل شوې چارې بشپړې کړي.
د ښاغلي برادر په وینا؛ دغه پروژه د اسلامي امارت په مالي ملاتړ د ملي پراختیا شرکت له لوري په دوه نیمو کلونو کې رغول کیږي، چې په بشپړېدو سره به یې د یاد ولایت مرکز ښرنې سربېره د نږدې سیمو تر ځمکه لاندې اوبو زیرمې قوي، کرنیزې ځمکې به خړوبې، سېلابونه به کنټرول او د چاپېریال په خوندي ساتلو کې به رغنده رول ولوبوي.
د پلتوني بند په جوړېدو سره به سلګونو هېوادوالو ته په مستقیم او غیرې مستقیم ډول د کار زمینه برابره، شاوخوا ۲۵ میلیونه مترمکعب اوبه به زېرمه، ۲۵۰۰ هکټاره ځمکه به خړوبه او ورسره به ۹۳۵ کیلو واټه برېښنا هم تولید شي.