د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ محمد خالد الحنفي د هېواد شمالي ولایتونو ته د یو رسمي سفر په ترڅ کې بغلان ته ولاړ او هلته یې د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرامینو، احکامو او هدایاتو د لاښه پلي کېدو او عامه پوهاوي په موخه د دغه ولایت له ملکي او نظامي مسولینو، علماء کرامو، خطیبانو، قومي مخورو او د ګذر وکیلانو سره لیدنه کړې.
شیخ محمد خالد الحنفي ویلي، چې ټول مسولین مکلف دي، ترڅو د مشرتابه له لوري پر صادر شويو فرمانونو، لارښوونو او سپارښتنو عمل وکړي او تر نورو یی ورسوي.
نوموړي زیاته کړې، چې د ننني نظام بدیل او بېلګه په ټوله نړۍ کې نه ليدل کېږي، ځکه مسولین یی ټول علماء او پر ولس زړه سواندي دي.
دغهراز افغان ولس د خپلو ځانونو په قربانولو سره د ۴۷ زبر ځواکونو پر وړاندې مبارزه وکړه او هېواد یې خپلواک کړ.
د ښاغلي الحنفي په وینا؛ د اسلامي خلافت له ختمېدو وروسته یوازینی هېواد افغانستان دی، چې د نړۍ کفري زبر ځواکونه یې د خپلې پاکې عقيدي پر مټ مات کړ.
نوموړي له علماوو غوښتي، ترڅو د نننۍ فضا او اسلامي نظام څخه په ګټې اخیستنې د ممبر او محراب له لارې امر بالمعروف او نهی عنالمنکر وکړي او د اسلامي شریعت پلي کولو کې لا ښه برخه واخلي.
ورته مهال د بغلان ځایي اوسېدونکو، قومي مشرانو او مسولینو د ښاغلي وزیر ورتګ د بغلان لپاره ګټور بللی او ډاډ یې ورکړی، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمانونو، حکمونو او سپارښتنو پلي کولو او تر نورو رسولو کې به بشپړه هڅه کوي.
د یادونې وړ ده، چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر د کندوز ولایت له ځایي مسولینو، علماوو، قومي مشرانو او محتسبینو سره هم لیدنه کړې وه.