ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د روغتیا نړیوال سازمان له استازو سره د عامې روغتیا د وزیر لیدنه؛ د بیزو تڼاکې ناورغۍ د مخنیوي په لارو چارو خبرې شوې

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي پخپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر ښاغلي ایډوین سینیزا سلاوډر، د یونیسیف دفتر له مشر ښاغلي ډاکټر تاج الدین اوېلا او د کډوالۍ نړیوال سازمان له مسولینو سره ګډه ناسته کړې.

په دې ناسته کې افغانستان کې د بیزو تڼاکې (مانکي پاکس) ناروغۍ څخه د مخنیوي او د کنټرول لپاره یې د اړینو تدابیرو نیولو، د اړوند ادارو ترمنځ پر ګډه همغږۍ، د تجهیزاتو پر برابرولو او د یادې ناروغۍ د درملنې اړوند بحث او خبرې شوې.

مولوي نور جلال جلالي په دغه ناسته کې د نړیوالو سازمانونو له استازو سره د ساري ناروغیو په ځانګړې توګه د مانکي پاکس ناروغۍ په کنټرول ټینګار کړی او ویلي یې دي؛ هڅه کوو هېواد ته د ټولو هغه ساري ناروغیو د انتقال مخنیوی وکړو، چې د هېوادوالو روغتیا او ژوند له ګواښ او خطر سره مخ کوي.

نوموړي په همدې موخه د یادو سازمانونو همکاري اړینه ګڼلې او له استازو یې غوښتي، تر څو په دې برخه کې د عامې روغتیا وزارت سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.

په دې سربېره یوې ځانګړې کمېټې ته دنده سپارل شوې، چې د اړوندو ادارو ترمنځ د دوامداره همغږۍ او ګډ کار په مرسته دې د دغه ناروغۍ د مخنیوي اړوند لازم اقدامات ترسره کړي.