ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

افغانستان ته د ټاپي پروژې ګټې څه دي؟

د ټاپي پروژې لنډه تاریخچه!

د ۲۰۰۲ کال په ډسمبر میاشت کې د افغانستان، ترکمنستان او پاکستان د حکومتونو مشران د ترکمنستان پلازمېنه عشق اباد کې سره جرګه شول او د یو بین الحکومتي درې اړخیز تړون په لاسلیکولو سره یې د پروژې لپاره نوی بنسټ کېښود.

دا پروژه په دې وخت کې درې اړخیزه وه، یانې ټاپ (ترکمنستان-افغانستان-پاکستان) نومېده، خو د ۲۰۱۰ کال په ډسمبر کې د یو بل څلور اړخیز بین الحکومتي تړون په لاسلیکېدو سره هند هم رسماً له ټاپ سره یو ځای شو او دا پروژه له ټاپ څخه ټاپي شوه.

په ۲۰۱۳ کال کې افغانستان، ترکمنستان، پاکستان او هندوستان خپل د ګازو دولتي شرکتونه معرفي کړل، چې هر یو د خپل دولت په استازیتوب د پروژې تخنیکي چارې مدیریت او پر مخ یوسي.

د افغانستان په استازیتوب افغان ګاز تصدي، د ترکمنستان په استازیتوب ترکمن ګاز، د پاکستان په استازیتوب انټرسټېټ ګاز پرایوېټ لمېټد (ISGS) او د هند په استازیتوب ګېل لمېټډ (GAIL) پروژې ته معرفي شول.

څلور واړو هېوادونو پرېکړه وکړه، چې د پروژې د تطبیق لپاره به یو کنسرشیوم جوړوي. ترکمن ګاز ته د ۸۵٪ ونډې په ورکولو سره د کنسرشیوم د رهبرۍ مسولیت وسپارل شو او پاتې ۱۵٪ ونډه پر افغان ګاز، انټرسټېټ ګاز سیستم او ګېل باندې ووېشل شوه، چې هر یو په پروژه کې د ۵ سلنه درلودونکی شو.

په ۲۰۱۵ کال کې د ټاپي کمپنۍ لمېټډ (TAPI Company limited) په نامه د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې د ټاپي شرکت تاسیس شو، چې د پروژې د ډیزاین، تمویل او تطبیق چارې پرمخ یوسي. اوس‌مهال د پروژې د مدیریت، تطبیق او تمویل چارې د همدې شرکت پر غاړه دي.

د پروژې تخنیکي ځانګړنې:

– د پایپلاین اوږدوالی: د ترکمنستان له ګالکنېش ګازي ساحې څخه د پاکستان او هند تر سرحدي نقطې فاضیلکا پورې ۱۸۲۱ کیلومتره.

– د ګازو د لېږد کلنی ظرفیت: ۳۳ میلیارده مترمکعب.

– په افغانستان کې د پایپلاین اوږدوالی: ۸۲۱ کیلومتره.

– د پروژې ټول تخمیني لګښت: د ۶ او ۷ میلیارده امریکايي ډالرو ترمنځ.

– د پروژې عمر: ۳۰ الی ۵۰ کاله.

– د پایپلاین قطر: ۵۶ اینچه. د ټرانزیټ فیس (حق العبور) له درکه د افغانستان کلني تخمیني عواید: ۴۰۰ میلیونه ډالر.

د پروژې اقتصادي ګټې:

دا د انرژۍ یوه پروژه ده، نو ښکاره ده چې انرژي نن سبا د اقتصادي ودې لپاره اساسي شرط ګڼل کېږي؛ په ځانګړې توګه د افغانستان لپاره ددې پروژې مستقیمې ګټې په لاندې ډول خلاصه کولی شو:

۱- ټرانزیټ فیس: دا چې پایپلاین د افغانستان له خاورې هند او پاکستان ته تېرېږي، د تېرو شویو تړونونو پربنسټ پاکستان او هند مکلف دي چې افغانستان ته هر کال یو مقدار حق العبور یا ټرانزیټ فیس ورکړي.

که څه هم تر اوسه د افغانستان، هند او پاکستان ترمنځ د تزانزیټ تړون نهايي شوی نه دی، خو په ۲۰۱۲ کال کې د یو ابتدايي توافق او محاسبې پراساس له هر هېواد څخه په کال کې شاوخوا ۲۱۲ میلیونه امریکايي ډالر به د ترانزیټ فیس په نامه اخیستل کېږي.

۲- کارموندنه: د ټاپي پایپلاین د ساختمان او عملیاتو په پړاوونو کې زرګونه کسان پر کار بوختېدای شي.

د ساختمان په مرحله کې به د بشري قوې پر مصرفېدو سربېره ټاپي شرکت مکلف دی، چې د پروژې د اړتیا وړ ټوله ماشینري، توکي او بشري قوه د افغانستان څخه تدارک کړي.

۳- دوامداره انرژۍ ته لاسرسی: دا چې ټاپي پایپلاین د افغانستان له دوو مهمو صنعتي او تجارتي ولایتونو لکه هرات او کندهار څخه تېرېږي، دغه ولایتونه به له ارزانې او پایدارې انرژۍ څخه برخمن شي.

په لومړي سر کې په پام کې ده چې له تورغونډۍ څخه د هرات تر ګذرې پورې ۱۵۲ کیلو متره پایپلاین بشپړ شي، چې په دې فاز کې ټول تمرکز به د هرات صنعتي پارک ته د ګازو پر برابرولو وي. که چېرې د هرات صنعت پارک ته ارزانه او دوامداره ګاز برابر شي، نو صنعت به فوق العاده وده وکړي او ګڼ افغان پانګوال به وهڅول شي چې له بهر څخه خپلې پانګې را ولېږدوي.