د ملي دفاع وزارت وايي؛ د بېلابیلو قول اردوګانو اړوند ۵۴۱ تنه سرحدي ځواکونه د عبدالله بن مسعود رض د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ له څلور میاشتنیو فوق العاده توپوګرافي، توپچي د ثقیله او خفیفه وسلو، سرحدي قوانینو؛ جمع نظام له مسلکي زده کړو څخه وروسته د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
په دغو مراسمو کې د ملي دفاع وزارت د تعلیماتو او پرسونل معینیت مرستیال مولوي باز محمد حمیدي، د ښوونې، روزنې او دوکتورینو رییس شیخ داد محمد محمدي، د عبدالله بن مسعود رض د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندان مولوي نصیب الله مدني او ګڼ شمیر مجاهدینو ګډون کړی وو.
مولوي باز محمد حمیدي فارغانو ته د وینا پر مهال ویلي، د مشرانو د اوامرو اطاعت وکړئ او د کلک عزم او قوي عقیدې پر مټ د هېواد له سرحدونو څخه ساتنه وکړئ.
نوموړي زیاته کړې، تاسو مکلف یاست چې ترلاسه کړئ مسلکي زده کړې روزانه تکرار کړئ او هم یې نورو مستحقو مجاهدینو ته ور زده کړئ.

