د سه شنبي ورځ، د ۱۴۴۶/۳/۷ هـ ق نېټه چې ۱۴۰۳/۶/۲۰هـ ل نېټې سره، سمون خوري.
د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
ننـــــــــګرهــــــار
تورخم ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې ۲۱ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۹۲ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له تورخم څخه اووه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۴ تنه و،کابل ولایت ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۲۰ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۹ کورنیو سره ټولې ۲۲۰ زره افغانۍ کیږي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۳۱ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.
په تورخم کې کډوالو ته ځینې البسه لکه توشکې بړستنې او داسې نور شیان هم توزیع شوې دي.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې ۴۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۱۳ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له سپین بولدک څخه درې کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۲ تنه و، کندهار او هرات ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته لس زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴۳ کورنیو سره ټولې ۳۴۸ زره افغانۍ کیږي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
خواړه : په سپین بولدک کې ۲۶۵ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.
روغتیا: په سپین بولدک کې ۱۱۰ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.
همدارنګه ۲۶۵ تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.
البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې او کمپلې کډوالو ته وېشل شوي دي.
مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۲۱۳ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
نیمروز
ورېښمو لار
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۹۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۸۹ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز یو زر او ۵۵۳ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۸۹ کورنیو سره ټولې ۵۹۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۹۲ عدده سیم کارتونه کډوالو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.
هرات
اسلام کلا
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د اسلام کلا له لارې ۱۴۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۱۷ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۴۵ کورنیو سره ټولې ۹۷۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
کابل
مرکز
د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:
له کابل څخه څلور کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۹ تنه و، سرپل او کندوز ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته شپږ زره او ۶۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شوي کډوال: ۳۰۶ کورنۍ او لس زره او ۱۱ وګړي
لېږدول شوي کډوال: ۱۴ کورنۍ او ۶۵ وګړي
مرسته شوي کډوال: ۳۰۶ کورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: ۳۳۶ عدده

