پوهنې وزارت وايي؛ مولوي حبیب الله اغا په کابل کې د قطر سفارت له سلاکار مردف القاشوطي او مل پلاوي سره لیدنه کړې.
یاد وزارت زیاته کړې، په دې لیدنه کې د افغانستان له پوهنیز نظام سره د یاد هېواد د مرستو او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه خبرې شوې.
دغهراز د پوهنې وزیر د دواړو هېوادونو د مسلمانو ملتونو مشترکاتو ته په اشارې سره د افغانستان د پوهنې په پیاوړتیا کې د قطر له مرستو مننه کړې.
همداراز په دې لیدنه کې مردف القاشوطي ډاډ ورکړی، چې د افغانستان د پوهنې په برخه کې به هر ډول همکاري وکړي.
د لیدنې په پای کې د پوهنې وزیر د افغانستان له ښوونیز نظام څخه د قطر هېواد د لا زیات ملاتړ غوښتنه کړې ده.

