د فلسطین وفا خبري اژانس وايي، چې د صهیونیستي یرغلګرو د وحشي بریدونو پر دوام تېره شپه او نن سهار لږ تر لږه ۲۷ فلسطینیان شهیدان او ګڼ نور ټپیان شوي دي.
د یاد اژانس د راپور له مخې، اسرائیلي یرغلګرو د خان یونس په ختیځ کې پر یوه کور هوايي برید کړی، چې له امله یې ۱۳ فلسطینیان شهیدان او ګڼ نور ټپیان شوي.
د دې تر څنګ خان یونس کې یو کب نیونکی هم د صهیونیستي یرغلګرو له لوري په نښه او شهید شوی دی.
د راپور پر اساس؛ د غزې تړانګې په شمال جبالیا ښار کې هم پر یوه کور هوايي برید شوی، چې له امله یې د درېیو ماشومانو او دوو ښځو په ګډون ۹ فلسطینیان شهیدان او ځینې نادرکه دي.
دغهراز په مرکزي غزه کې د کډوالو په النصیرات کمپ د صهیونیستي یرغلګرو په برید کې څلور فلسطینیان شهیدان او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
پر غزه د صهیونیستي یرغلګرو د بریدونو له پیل راهیسې لږ تر لږه ۴۱ زره او ۲۰ فلسطینیان شهیدان او ۹۴ زره او ۹۲۵ نور ټپیان شوي، چې زیاته برخه یې ښځې او ماشومان دي. زرګونه نور قربانیان تر ویجاړو شویو ودانیو لاندې دي، چې ژغورنکې ډلې یې په را ایستلو کې له ستونزو سره مخ دي.

