ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت پلان لري چې هرات کې د جهادي اثارو د ساتلو په موخه موزیم جوړ کړي

د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر ملا خیرالله خیرخواه هرات ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له جهادي اثارو څخه د لیدنې پر مهال ویلي، چې په دې ولایت کې د جهادي اثارو د ساتلو په موخه موزیم جوړوي.
ښاغلي خیرخواه زیاته کړې، چې په دې موزیم کې به د تېر شل کلن اشغال پر وړاندې د اسلامي امارت د مجاهدینو د شهکارۍ اثار او نمونې نندارې ته اېښودل کېږي.
نوموړي یاد جهادي اثار د هراتیانو د فرهنګي او هنري شهکار په توګه ياد کړي دي.
دغه راز د هرات د اطلاعاتو او کلتور رییس مولانا نعيم الحق حقاني د دې ولایت د جهادي اثارو ځانګړي اهميت ته په اشارې ویلي، چې یادو اثارو د زياتو بهرنيو او کورنيو سيلانيانو پام ځان ته اړولى او د هرات جهادي اثار د شوروي اتحاد پر وړاندې د افغانستان د اتلانو د اتلولۍ داستان انځوروي.