ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

یوناما: هڅه کوو چې په نړیوالو چاپېریالي غونډو او کنفرانسونو کې د افغانستان استازو ته د ګډون زمینه برابره کړو

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص نن، سه شنبه د ۱۴۰۳کال د مېزان میاشتي په ۳ مه نېټه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر له مرستیال او سرپرست مشر اندریکا رتواتي او ورسره پلاوي سره لیدنه وکړه او پر بېلابیلو چاپېریالي موضوعاتو یې خبري وکړې.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس وویل؛ اقلیمي بدلون او چاپېریال یوه مهمه او نړیواله موضوع ده او د چاپېریال ساتنې ملي اداره او د افغانستان اسلامي امارت له نړیوالو نهادونو، ډونرانو او موسساتو سره ګډ کار او تعامل ته ژمن دی، چې دا مهال په هېواد کې د بشپړ امنیت په ټینګښت سره د پروژو پلي کېدو او عملي کېدو ته تر بل هر وخت ښه زمینه برابره شوې ده.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس زیاته کړه؛ افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو څخه زیات اغېزمن شوی، په هېواد کې غیر موسمي بارانونه، طبیعي پیښي او خطرناکه سېلابونه یې له عمده لاملونو څخه ګڼل کیږي.

ښاغلي خالص د یوناما له بشري مرستو څخه مننه وکړه، چې په افغانستان کې یې د وروستیو سېلاب ځپلو او نورو طبیعي پېښو له قربانیانو سره کړي.

دغه راز د اقلیمي بدلون د تعلیق شویو پروژو د بیا پیل، په  (COP 29) او نورو نړیوالو غونډو کې د افغانستان ګډون، موسساتو ته د یوناما له لوري د پروژو په ورکړه کې د افغانستان د حکومت او اداراتو د نظریاتو په پام کې نیول، د ملګرو ملتونو د چاپېریال ساتنې پروګرام (UNEP)د دفتر بیا پرانیستنه او نوري دې ته ورته غوښتنې وې چې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د عمومي رییس له لوري د ملګرو ملتونو دفتر مرستیال ته وړاندې شوې.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر مرستیال او سرپرست مشر اندریکا رتواتی د خپلو څرګندونو وویل؛ دا واقعیت دی چې افغانستان اقلیمي بدلون سخت ځپلی، دوی به د چاپېریالي او اقلیمي بدلون اړوند مسایلو په برخه کې د افغانستان له خلکو سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکوي.

نوموړي زیاته کړه، چاپېریالي موضوعات سیاسي نه دي او دوی پر دې کار کوي ترڅو نړیوال قانع کړي چې ځنډېدلي پروژې پیل او نړیوالو چاپېریالي غونډو او کنفرانسونو کې د افغانستان د استازو ګډون یقیني کړي.

د ملګرو ملتونو یا یوناما مرستندوی دفتر مرستیال او سرپرست وویل د (COP 29) اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس چې سږکال په اذر بایجان هېواد کې جوړیږي تلاش کوي د (COP) غړیو هېوادونو ته قناعت ورکړي، ترڅو په یاد کنفرانس کې د افغانستان اسلامي امارت استازو ته د ګډون زمینه برابره شي.

د معین ملي مشارکت سند (NDC) یوه بله د بحث وړ موضوع وه، چې په دې ناسته کې ورباندي خبرې وشوې.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس او د یوناما مرستیال هوکړه وکړه، چې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او ملګرملتونو دفتر یوه ګډه تخنیکي کمېټه به رامنځته کیږي څو دا سند و ارزول شي او د اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس (COP 29) ته چمتو او وړاندي شي.

په دې سند کې د اقلیمي بدلون په برخه کې د افغانستان اړتیا ارزول شوې، چې د کاله دوه ملیارده ډالره ده، دا مهال د چاپېریال ساتنې ملي اداره او یوناما غواړې دا سند له سره جوړ او چمتو کړي.