د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د غزني د جاغوري ولسوالۍ له څو تنو قومي مخورو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې راغلو مشرانو او مخورو په هېواد کې بشپړ امن او حاکم نظام د جهاد ثمره یاده کړې او ویلي يي دي، د امنیت په ټېنګښت سره د ولسونو ګڼې ستونزې هوارې شوې دي.
د اهل تشیع دغو قومي مخورو له حکومت سره پر همکارۍ ټېنګار کړی او زیاته کړې یې ده، په غزني او په ځانګړي ډول په جاغوري ولسوالۍ کې خلک له سیمه ییزو ادارو سره په تماس کې دي او همکاري ورسره کوي.
د یادې ولسوالۍ قومي مخورو ویلي، په یاده ولسوالۍ کې د ګڼ شمېر ښوونځيو ترڅنګ د دیني مدرسو غوره فعالیت ته هم زمینه برابره شوې ده.
دوی د خپلو وړاندېزونو د شریکولو پر مهال زیاته کړې، د جاغوري یو شمېر جوماتونه دې رسمي شي او د حج او اوقافو وزارت دې ورته ځینې اسانتیاوې برابرې کړي.
مولوي عبدالکبیر د جاغوري ولسوالۍ له قومي مخورو سره په لیدنه خوښي څرګنده کړې او ویلي يي دي، اسلامي امارت خلکو ته د خدمت په موخه وړ کسان په سیمه یيزو ادارو کې ګومارلي دي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال زیاته کړې، د قومونو او هېوادوالو پر وړاندېزونو د اصولو په رڼا کې غور کیږي او امکاناتو ته په پام د ولس د ستونزو د حل هڅې روانې دي.
د ناستې په پای کې مولوي عبدالکبیر د جاغوري قومي مخورو ته یادونه کړې، چې خپل وړاندېزونه دې د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت ته په لیکلې بڼه وسپاري او د حل لپاره به یې هڅې وشي.