ننګرهار کې د قومونو، سرحدونو او قبايلو چارو وزارت له لوري د اسلامي نظام ثبات، د ولسونو يووالي او انسجام په موخه غونډه وشوه، چې پر مهال يې مسولينو، علمای کرامو او قومي مخورو شتون درلود.
د ننګرهار مرستيال والي مولوي عزيزالله مصطفی د نظام په ثبات او ملي يووالي کې د ولسونو رول مهم ياد کړی او له ولسونو يې غوښتي، چې مسولينو سره بايد په ټولو برخو کې همغږي او همکاري ولري.
نوموړي ویلي؛ چې ولايت د چارو ښه والي په موخه د قومي مخورو مشورې اوري او دوی ته يې ډاډ ورکړی، چې هر مهال کولی شي چې د ولس ستونزې او غوښتنې ور سره د حل په موخه شريکې کړي.
مولوي عزيزالله مصطفی زياته کړې، چې په هېواد کې ټول مېشت قومونه افغانان دي او هيڅوک يو پر بل برتري نه لري او د عدالت له مخې به ورته پاملرنه وشي.
د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ مرستيال مولوي محمد علي جان احمد ګډونوالو ته په وينا کې ویلي، د اسلامي امارت ټول مسولین د ولس خادمان دي او په هر حالت يې خدمت ته چمتو دي.
نوموړي زياته کړې؛ د دې غونډې له لارې چې تاسو کومې ستونزې له موږ سره شريکې کړې ډير ژر به رسېدنه ورته وشي، هغه همدا رنکه ولسونو ته ویلي، اطمینان درکوم چې د اوسني نظام ټولو مسولین د هېواد بيارغونې ته مټې را بډوهلې، چې ډير ژر به يې د پرمختګ په لور بوځي او خپل ولس ته به د هوسا ژوند زمينه لا ښه برابره کړي.
د قومونو، سرحدونو او قبايلو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو رییس ویلي؛ هیله مو همدا ده، چې په هېواد کې ټول ميشت قومونه په اتحاد او اتفاق کې ژوند وکړو منسجم شو او په ګډه د هېواد د پرمختګ لپاره کار وکړو.
ورپسې قومي مخورو د خپلو خبرو پر مهال د ننګرهار ولسونه په اسلام او وطن مين خلک ياد کړي او ویلي يي دي؛ موږ په هر حالت له خپل هېواد دفاع کړې، د اسلامي نظام د حاکميت لپاره مو قربانۍ ورکړې او که اړتيا شوه بيا هم چمتو يوو.
قومې مشرانو خوښي څرګنده کړې، چې د حکومت چارې د علماوو په لاس کې دي ځکه په دې سره امن دی او ولسونه ډاډمن ژوند کوي.
دوی له اسلامي امارته غوښتي، چې په بيلابېلو برخو کې يې ستونزې ورحل کړي او ځوانانو ته د کاروبار زمينې برابرې کړي.
همدا راز د جرګو اوقبايلي چارو د همغږۍ رییس شيخ نيک محمد افغاني او د کوچيانو د اقتصادي خدمتونو رییس مفتي لعل محمد منيب د ننګرهار ولسونو ته په خطاب کې ویلي؛ دا نظام ستاسو د قربانيو نتيجه ده او غوښتنه کوو، چې لا يې ملاتړ وکړئ او د فعاليتونو په ترسره کولو کې يې همکاري وکړئ.
دوی زياته کړې؛ موږ ستاسو ستونزې واوريدې ډاډ درکوو، چې عاجله پاملرنه به ورته کيږي ځکه د دې خاورې هر بچی زوريدلی دی. خو اوس اسلامي نظام حاکم دی د خپل هر بچي پوښتنه به کوي سهولتونه به ورته برابروي او د دښمن څخه به يې ساتنه کوي.