ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د عبدالله بن مسعود ’رض‘ د جګړه‌ییزو ګډو زده‌کړو له قومندانۍ څخه څه باندې ۱۰۰ تنه منسوبین فارغ شول

د ملي دفاع وزارت وایي؛ د دې وزارت د بیلا بیلو قول اردوګانو او قطعاتو څخه ۱۱۲ تنه ځوان منسوبین د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ییزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د توپچي، مخابرې او سټلایټ له درې میاشتنیو مسلکي زده کړو څخه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

په دې مراسمو کې د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندان مولوي نصیب الله مدني، د جګړه ایز ملاتړ ښوونځي قوماندان مولوي عبدالقادرعبیده او ګڼ شمیر مسولینو او منسوبینو ګډون درلود.

مولوي نصیب الله مدني فارغانو ته د وینا پر مهال ویلي، د خپل مسولیت اړوند زده کړې او مهارتونه ترلاسه کړئ او هم ځانونه د ظاهري اعداد تر څنګ په باطني اعداد چې تقوا او پرهیزګاري ده سمبال کړئ.

ورته مهال نویو فارغانو د هېواد په هر ګوټ کې اسلامي نظام ته د خدمت کولو په موخه چمتووالی ښودلی دی.

همدارنګه غونډه فارغانو ته د مسولینو له لورې د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته رسیدلی دی.