د ملي پراختیا شرکت عمومي اجراییوي رییس عبدالرحمن عطاش د یو تخنیکي پلاوي په مشرۍ د هېواد شمالي ولایتونو ته د خپل سفر په ترڅ کې د قوش تېپې ستر او ملي کانال له روانو چارو لیدنه کړې.
عبدالرحمن عطاش د قوش تېپې کانال د سربند، د کانال په مسیر کې د پلونو جوړولو او د دویم فاز د کیندنې چارې له نږدې ولیدلې، له روانو چارو یې د خوښۍ ترڅنګ ځایي مسولینو ته د چارو د لا ښو پرمخ وړنې لپاره اړینې لارښوونې کړي.
نوموړي ویلي؛ دا د ډېر ویاړ ځای دی، چې د قوش تېپې کانال چارې د خپلو افغاني انجنیرانو پرمټ د ټولو ملي او نړیوالو معیارونو اړوند روانې دي.
ښاغلي عطاش زیاته کړې؛ د هېواد ټول وګړي ستاسو په کړنو فخر کوي، نو تاسو هم باید تر دې لا زیات کار او هڅې وکړئ او په دې لاره کې هېڅکله د ستړیا احساس ونه کړئ.
د یادولو وړ ده، چې دا مهال د قوش تېپې ستر او ملي کانال د سربند چارې ۶۴ سلنه، د دویم فاز د کیندنې چارې ۸۱ سلنه بشپړې شوې دي او همدارنګه د کانال په مسیر کې د څلورو سترو پلونو د جوړولو چارې هم په چټکۍ سره روانې دي.