ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

زابل کې ۲۸ کلنه بدي په ورورولۍ بدله شوه

د زابل ولایت په میزانه ولسوالي کې د دوو کورنیو تر منځ ۲۸ کلنه اوږده دوښمني چې له کبله یې یو کس هم وژل شوی و، د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د وزیر ملا نورالله نوري په لارښوونه او د زابل د والي مولوي حزب الله افغان او د زابل ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو د رییس مولوي محمد کریم سحر او ځایي مسولینو په هڅو حل او په دوستي بدله شوه.

د یادې شخړې د حل پر وخت مسولینو د قومي مشرانو او سیمه ییزو متنفذینو په همکاري په بدۍ کې له ښکېلو لوریو سره ناستې وکړې، د اسلامي شریعت پر بنا یې د دوښمنیو بدې پایلې روښانه کړې او د دودیزو مرکو له لارې یې د دوی تر منځ د خیر پرېکړې وکړې.

مسولینو د خپلو خبرو پر مهال د مرورو کورنیو پخلاینه او د دوی ترمنځ روغه جوړه د ټولو مسلمانانو ایماني وجیبه وبلله او له ولسي مشرانو څخه یې وغوښتل، چې په دې برخه کې دي همکاري وکړي ترڅو د خپلمنځي شخړو لمن ټوله او د خلکو ترمنځ اتحاد او یووالی نور هم پیاوړی شي.