ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

سږ کال فراه کې نږدې ۴۰ زره پېژندپاڼې وېشل شوي

د احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي، د فراه ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست د ‍‍۱۴۰۳ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۹ زره او ۷۱۹ کسانو ته برېښنایي او ۲۰ زره او ۱۹ نورو غوښتونکو ته کاغذي پېژندپاڼې وېشلې دي.

د فراه ولايت د احصايې او معلوماتو رياست د معلوماتو پر بنسټ په دې ولايت کې د مرکز په ګډون په ټولو ولسواليو کې د دوی اړوند دفترونه فعال دي او د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د يادو دفترونو له لارې توانيدلي، چې اته زره او ۴۹۱ کسانو ته په کاغذي پېژندپاڼو کې د اصلاحاتو راوستو او یو زر او لسو نورو هېوادوالو ته د ژوند پېښو (۱۸۶ زېږون کارتونه او ۸۲۴ د مړینې پارچې) اړوند خدمتونه وړاندې کړي.

همدارنګه د فراه ولایت د احصایې او معلوماتو ریاست د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۲۱ زره او ۱۱۸ کسانو ته د کاغذي پېژندپاڼو د تایید او د دې ترڅنګ یو زر او ۶۹ نورو هېوادوالو ته د کاغذي پېژندپاڼود لغوه کولو اړوند خدمتونه وړاندې کړي او ترڅنګ یې په یاده موده کې د یو زر او ۷۴۰ قلمه خوراکي او غیر خوراکي توکو د بیو ارقام را ټول کړي دي.

د یادونې وړ ده، چې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش لړۍ لرې پرتو سیمو او ولسوالیو ته غځولې ده، چې د یادو سیمو اوسېدونکي په اسانۍ سره وکړای شي خپلې برېښنایي پېژندپاڼې ترلاسه کړي.