ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

لبنان کې د اسرائیلي یرغلګرو د تازه بریدونو له امله ۴۰ کسان شهیدان شوي

د لبنان عامې روغتیا وزارت وايي، چې د دې هېواد په ختیځ بقاع سیمه او بعلبک ښار کې د اسرائیلي یرغلګرو د ورستیو پراخه هوایي بریدونو له امله ۴۰ کسان شهیدان او ۵۳ نور ټپیان شوي دي.

له بل لوري ملګري ملتونه وايي، چې لبنان کې د اسرائیلي رژیم جګړه حساس پړاو ته رسېدلې ده.

یاد سازمان راپور ورکړی؛ لبنان کې د اسرائیلو د بریدونو له امله ۸۷۳ زره لبنانیان بې‌ځایه شوي، چې ډېری برخه یې ښځې دي.

په دې راپور کې ویل شوي، چې تر دې مهاله په لبنان کې پر روغتیايي مرکزونو ۷۸ بریدونه شوي او د اسرائیلو په بریدونو کې ۱۳۰ روغتیايي کارکوونکو ژوند بایللی او ۱۱۱ نور ټپیان شوي دي.

ملګرو ملتونو زیاته کړې؛ لبنان کې روانه جګړه حساس پړاو ته رسېدلې او د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۸مې راهیسې له ۳ زره زیاتو کسانو ژوند پکې بایللی، چې د ۲۰۰۶ په پرتله ۵۸ سلنه زیات دي.

پر دې سربېره شاوخوا ۱.۳ میلیونه وګړي په لبنان کې د ننه او ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شوي، چې د ۲۰۰۶ د بې‌ځایه شویو په پرتله ۳۳ سلنه زیات دي.

د یادونې وړ ده، چې پر لبنان د صهیونیستي رژیم د بریدونو له پیل را هیسې لږ تر لږه ۳ زره او ۵۰ کسانو ژوند بایللی او ۱۳ زره او ۶۵۸ نور ټپیان شوي دي.