ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کڼ شمېر ناروغ افغان ماشومان د روغتیا ترلاسه کولو په موخه المان ته واستول شول

نن پنجشنه له المان څخه ۴۵ تنه ناروغ ماشومان د بشپړې سلامتيا او روغتيا له ترلاسه کولو وروسته هېواد ته راستانه او ٨٩ نور هغه ماشومان، چې په اور سخت سوځېدلي او هډوکي يې ميکروبي شوي و، د درملنې په موخه المان هېواد ته واستول شول.

د کابل نړیوال هوايي ډګر کې په دې اړه جوړو شويو مراسمو کې د افغاني سرې مياشتې عمومي رییس شيخ شهاب الدين دلاور په خپلو خبرو کې راستنو شويو ناروغانو ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ د دوى په درملنه او سلامتيا خوښي څرګنده کړه او د روغتيا د بېرته ترلاسه کولو د ستر الهي نعمت مبارکي يې ورکړه.

 ښاغلي دلاور د المان د سولې کلي مرستندوی بنسټ له مسولينو او ډاکټرانو هم مننه وکړه، چې له افغان ولس سره په بېلابېلو برخو کې بشرپالې مرستې کوي او په اور د سخت سوځېدليو او د ميکروبي هډوکو لرونکو ماشومانو د درملنې، پالنې او د دوى د ساتنې په برخه کې يې د سهولتونو زمينه برابره کړې.

نوموړي زياته کړه؛ افغاني سره میاشت د المان د سولې کلي له خیریه بنسټ سره د شوي هوکړه لیک له مخې هر کال دوه ځل په اور سخت سوځېدلي او د میکروبي هډوکو ناروغۍ لرونکي ماشومان، چې عمرونه یې له یو نه تر ۱۱ کلونو پورې وي، المان هېواد ته د درملنې په موخه لېږي او سره میاشت هیله لري څو دا لړۍ همداسې جاري وساتل شي.