د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور په خپل کاري دفتر کې له یو شمېر اوکرایني متخصصینو سره لیدنه کړې.
په دغه لیدنه کې، اوکرایني متخصصینو د نغلو، سروبي، درونټې او ماهیپر بندونو د ساتنې او پاملرنې او له پنجشیر څخه کابل ته د اوبو د لېږد په پروژه کې د تخنیکي همکاري د ترسره کولو په موخه لېوالتیا څرګنده کړې ده.
دغهراز یادو متخصصینو د اوبو او انرژي وزارت د انجنیرانو د وړتیا لوړولو په برخه کې هم د همکاري ډاډ ورکړی.
ملا عبداللطیف منصور د اوکرایني متخصصینو د تخنیکي همکاري د لېوالتیا هرکلی کړی او له هغوی سره یي په دې برخه کې د هر راز همکاري ژمنه کړې او ویلي يې دي، چې اړتیا ده تر څو د دې وزارت او یادو متخصصیونو ترمنځ د تخنیکي همکاري د ترسره کولو په برخه کې هوکړه لیک لاسلیک شي.