د قطر بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلاميې په خپرولو سره په دوحه کې د حماس سیاسي دفتر تړل کېدو او د غزې اوربند په تړاو له روانو خبرو د قطر د وتلو راپورونه رد کړي.
د قطر بهرنیو چارو وزارت په دوحه کې د حماس سیاسي دفتر رول مهم بللی او زیاته کړې یې ده، چې یوازې یې د اسرائیلو او حماس ترمنځ په روانو خبرو کې خپل منځګړیتوب ځنډولی.
د دې خبرپاڼې له مخې، قطر لس ورځې وړاندې ښکېلو اړخونو ته خبرداری ورکړی و، که چېرته په دې پړاو خبرو کې هوکړې ته ونه رسیږي نو دوحه به دې خبرو کې خپل منځګړیتوب وځنډوي.
په دې اعلاميه کې راغلي، چې قطر به له خپلو همکارانو سره په ګډه هغه مهال بېرته خبرو ته دوام ورکړي، کله چې ښکېل لوري غزه کې د اوربند په موخه قوي اراده او هوډ څرګند کړي.