ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د معاشونو او تشکیلاتو د تنظيم کمیسيون غونډه وشوه

د ریاست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د معاشونو او تشکیلاتو د تنظيم کمیسيون غونډه وشوه.

په دې غونډه کې چې د معاشونو او تشکیلاتو د تنظیم کمیسیون پر غړو سربېره د سترې محکمې او د افغانستان طبي شورا باصلاحیته استازو هم حضور درلود، د ۱۴۰۲ کال د مالي پلان، بودیجې او تشکیلاتو ترڅنګ د یادو ادارو د تېر کال کړنې او لاسته راوړنې وڅېړل شوې او په اړه یې هر اړخيز بحث وشو.

همداراز ټینګار وشو چې ادارې دې له تشکیلاتي پړسوب او وظیفوي تداخل ډډه وکړي او مسلکي برخو ته دې ځانګړې پاملرنه وکړي.

په پای کې د معاشونو او تشکیلاتو د تنظيم کمېسیون د دغو ادارو د ۱۴۰۲ کال د تشکیل، بودیجې او مالي پلان په اړه لازم تصمیمونه ونیول.