ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

لبنان کې تېره اونۍ د اسرائیلي یرغلګرو په بریدونو کې ۲۴۱ کسان شهیدان شوي

د لبنان لپاره د ملګرو ملتونو د بشرپاله مرستو همغږی کوونکی عمران رضا وایي، چې دې هېواد کې د جګړې بشري زیان او پایلې خطرناکه کچې ته رسېدلې دي.

نوموړي په یوه خپره شوې اعلامیه کې د لبنان د روغتیا وزارت له قوله ویلي، چې تېره اونۍ د اسرائیلي یرغلګرو په هوايي بریدونو کې ۲۴۱ کسان شهیدان او ۶۴۲ نور ټپیان شوي دي.

دغه‌راز د یکشنبې په ورځ د اسرائیلو په بریدونو کې د ۷ ماشومانو په ګډون ۲۳ کسان شهیدان شوي. په همدې ورځ په یوه بل هوايي برید کې د یوې کورنۍ پینځه غړي(خویندې او وروڼه) شهیدان شوي.

نوموړي زیاته کړې، چې تېره میاشت له ۱۸۵ زره ډېر کسان له خپلو کورونو بې‌ځایه شوي او هېواد کې د ننه د سرپناه په لټه کې دي. اوس‌مهال له ۸۷۰ زره ډېر کسان لبنان کې د ننه بې‌ځایه شوي دي.

ښاغلي رضا یاد هېواد کې روان حالت خواشینوونکی ګڼلی او د تاوتریخوالي د بندېدو او نړیوالو بشرپاله قوانینو ته د درناوي غوښتنه یې کړې ده.

د یادونې وړ ده، چې لبنان کې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له پیل راهیسې ۳ زره او ۲۴۳ کسانو ژوند بایللی او ۱۴ زره او ۱۳۴ نور ټپیان شوي دي.