د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي، چې تېره اونۍ د نومبر له ۴مې تر ۱۰مې د غزې په شمال کې د اسرائیلو د بریدونو له امله د ډلهییزو تلفاتو پینځه سترې پېښې ثبت شوې دي.
دا بریدونه او تلفات یې په لاندې ډول دي:
- – د نومبر پر ۴مه بیتلاهیا کې د اسرائیلي یرغلګرو په برید کې د ۱۳ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۲۵ فلسطینیان شهیدان شول.
- – د نومبر پر ۵مه اسرائیلي یرغلګرو یو ځل بیا په بیتلاهیا کې پر یوه کور برید کړی، چې لږ تر لږه ۱۵ فلسطینیان پکې شهیدان شوي.
- – د نومبر پر ۷مه صهیونیستي یرغلګرو جبالیا کمپ کې یو کور په نښه کړ، چې د ۲۵ او ۳۰ تر منځ فلسطینیان پکې شهیدان شول. سیمې ته د تګ راتګ د محدودیت له امله د تلفاتو کره شمېره نه ده معلومه شوې.
- – د نومبر پر ۷مه اسرائیلي یرغلګرو الشاطي کمپ کې د فلسطیني بېځایه شویو پر یوه ښوونځي برید کړی، چې د یوې کورنۍ د ۱۱ غړو په ګډون لږ تر لږه ۱۵ فلسطینیان پکې شهیدان شوي.
- – د نومبر پر ۱۰مه بیا جبالیا پنډغالي کې پر څو پوړیزه ودانۍ برید وشو، چې لږ تر لږه ۳۶ فلسطینیان پکې شهیدان شول.
اسرائیلي یرغلګرو له څو اوونیو راهیسې د غزې شمال کلابند کړی او میشت فلسطینیان له سخت حالت سره مخ دي. خوړو، اوبو، درملو او د ژوند لومړنیو اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري او په زور د خپلو کورونو او پناه ځایونو پرېښودو ته اړ کېږي.