د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د پکتیا د میرزکې ولسوالۍ له یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه کړې.
په دې کتنه کې د میرزکې ولسوالۍ مخورو او قومي مشرانو په خپلو سیمو کې د امنیت په ټينګښت خوښي ښودلې او ویلي یې دي، چې اسلامي امارت دې په لرې پرتو سیمو کې لا ډېرې ودانیزې پروژې پیل کړي.
د میرزکې ولسوالۍ قومي مشرانو د یادې ولسوالۍ د جامع جومات د نیمګرو چارو د بیا پیل، د للمه زارو ځمکو د حقوقي ستونزو حل او د اسلامي امارت لخوا په میرزکې ولسوالۍ کې د شته ستونزو د حل غوښتنه کړه ده.
مولوي عبدالکبیر د میرزکې ولسوالۍ قومي مشرانو او مخورو ته د ښه راغلاست تر څنګ ویلي، چې د امنيت په څېر د خلکو د لومړنۍ غوښتنې له پوره کېدو وروسته اوس د اسلامي امارت ټوله هڅه اقتصادي ځان بسياينې ته د هېواد رسول دي.
سیاسي مرستیال زیاته کړې، چې د میرزکې ولسوالۍ د جامع جومات د نیمګړو چارو پيلولو لپاره به له ممکنه لارو هڅه وشي.
د مولوي عبدالکبیر په وینا؛ د ټولو محلي ادارو مسولينو ته سپارښتنه شوې او د هغوی ټوله هڅه همدا ده، چې پر وخت د ولسونو غوښتنو ته رسیدنه وشي.