د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر کابل کې د درمل پلورونکو ټولنې له استازو سره لیدنه کړې.
په دې ناسته کې د درمل پلورونکو ټولنې غړو د اسلامي امارت لخوا د مالیاتو کمول په هېواد کې د سوداګرۍ د ودې او باکیفیته توکو د را واردولو لپاره مهم ګام یاد کړی.
دوی زیاته کړې، چې حکومت ګڼې اسانتیاوې ورته چمتو کړي او د اسلامي امارت د ملاتړ د دوام هیله یې څرګنده کړې ده.
همدارنګه یې خپل وړانديزونه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته سپارلي.
مولوي عبدالکبیر د درمل پلورونکو ټولنې غړو ته د ښه راغلاست پر مهال ویلي، چې اسلامي امارت د افغان پانګوالو ملاتړ کړي او دا لړۍ به همدا ډول دوام ولري.
سیاسي مرستیال زیاته کړې، چې افغان سوداګر د اسلامي نظام یوه مهمه برخه ده او حکومت یې د ملاتړ تر څنګ هڅه کوي، تر څو د اړتیا وړ اسانتیاوې هم ورته چمتو کړي.
د ناستې په پای کې مولوي عبدالکبیر ډاډ ورکړی، چې ډېر ژر به یې پر وړاندېزونو غور وشي او اسلامي امارت یې د فعالیتونو ملاتړ کوي.