ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کډوالو او را ستنېدونکو چارو وزير له ایراني پلاوي سره لیدنه کړې

د کډوالو او را ستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني د ایران د عدلیې وزارت، د بشري حقونو او نړیوالو چارو مرستیال او د افغان بندیانو د انتقال کمېټې مشر ښاغلي عسکر جلالیان په مشرۍ د دې هېواد له پلاوي سره لیدنه کړې.

په دغه ناسته کې د کډوالو چارو وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد، ایران کې د افغانستان سفیر مولوي فضل محمد حقاني، د زندانونو چارو مسول حاجي مستري، د بهرنیو چارو وزارت او د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست استازو هم ګډون درلود.

په دې لیدنه کې ایران کې د کډوالو پر ستونزو، د جبري ویستلو په مخنیوي، د بندیانو انتقال، له مهاجرينو سره ښه چلند، د ناقانونه مهاجرت په مخنیوي، د ګډ ميکانيزم رامنځته کولو او په دغه هېواد کې د اتشو په ستونزو خبرې شوې.

ښاغلي جلالیان ویلي، چې ایران د افغانانو ترڅنګ د نورو هېوادونو د مهاجرینو هم کوربه دی او ددغه هېواد حکومت پریکړه کړې، چې ټول قانوني او غیرې قانوني کډوال تنظیم کړي. په دې برخه کې د کډوالو ستونزو ته د رسیدنې په موخه که د مهاجرینو هره طرحه، وړاندیز او مشوره لرئ مونږ ته یې راوليږئ.

د مهاجرینو چارو وزیر د ایران له اوږده کوربتوب مننه کړې او د لا زیات زغم تمه یې څرګنده کړې ده.

ښاغلي حقاني ویلي، چې د مهاجرینو په اړه یو اړخیزه پریکړه بې ګټې ده او د کډوالو حقوقو ته زیان اړوي؛ له همدې امله باید یوه ګډه کمیټه او ګډ میکانیزم جوړ شي، تر څو مهاجرین له خپلو حقوقو برخمن او د راستنېدنې په پروسه کې اسانتیاوې رامنځته شي.

ښاغلي حقاني له ایران هېواد څخه غوښتي، چې له غیرې قانوني کډوالو سره هم له زغم کار واخلي او ناوړه چلند ورسره ونه کړي.

په ناسته کې دواړو لوریو په ګډه همکارۍ او د همغږۍ لا زیاتولو په موخه په مسلسلو ناستو ټینګار کړی دی.