ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د مولوي امیرخان متقي او ایران د عدلیې مرستیال وزیر لیدنه؛ ایران به ډېر ژر د افغان بندیانو د لېږد لړۍ پیل کړي

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي پخپل کارې دفتر کې د ایران اسلامي جمهوریت د عدلیې وزارت له مرستیال وزیر ښاغلي دوکتور عسکر جلالیان او مل پلاوې سره لیدنه کړې.

په دې ناسته کې پر دوو اړخیزو اړیکو، په ایران کې د کډوالو او بندیانو، اقتصادي او تجارتي همکاریو او سیمه‌ییزو سیاسي همکاریو په تړاو هر اړخیزې خبري شوي.

د بهرنیو چارو وزیر د څلورو لسیزو راهیسې د مهاجرینو د کوربه‌توب په تړاو د مننې تر څنګ په ایران کې د افغان کډوالو سره د ایران د دولت د ښه تعامل او حوصله مندۍ غوښتنه کړې.

نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي امارت د افغان بندیانو د استرداد په تړاو د ایران اسلامي جمهوریت سره ګډ کار کولو ته ژمن دی او په دې اړه یې د ایران د عدلې له مرستیال وزیر څخه غوښتنه کړې، چي دې هېواد کې د افغان بندیانو په انتقال کې هر اړخیزه همکاري وکړي.

ښاغلي جلالیان ویلي، چې موږ د افغانستان په وروستیو پرمختګونو او ثبات خوشاله یو او د بیلابیلو ادارو سره ډیر ښه او مثبت مجالس کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې د ایران اسلامي جمهوریت به د خپلو همکاریو په دوام، په نیژدي راتلونکي کې د ترسره شويو توافقاتو پر اساس د ایران څخه د افغان بندیانو د لېږد پروسه عملا پیل کړي او همدا راز به د افغانستان اسلامي امارت سره په دې تړاو اړینه همکاري وکړي.

په دې ناسته کې پر دوه اړخیزو سیاسي اړیکو، په ایران کې د افغان کډوالو پر ستونزو، د اقتصادي همکاریو پراختیا او نورو ګڼو موضوعاتو په تړاو هر اړخیزې خبرې کړې او متقابلو همکاریو پر ډیروالي یې ټنګار کړی دی.