الجزیرې خبري شبکې د غزې د روغتیايي سرچینو له قوله ویلي، چې له پرون سهار راهیسې غزه کې د صهیونیستي یرغلګرو د بریدونو له امله لږ تر لږه ۳۷ فلسطینیان شهیدان او له ۱۲۰ ډېر نور ټپيان شوي دي.
غزه تړانګه کې اسرائیلي یرغلګرو خپلو وحشتونو ته دوام ورکړی او بېلابېلي سمیې په نښه کوي، چې ګڼ فلسطینیان پکې قرباني کېږي.
د الجزیې د راپور له مخې، صهیونیستي عسکرو تازه د غزې په شمال بیتلاهیا ښار کې یو کور په نښه کړی، چې درې فلسطینیان پکې شهیدان او ګڼ نور ټپیان شوي دي.
پر دې سربېره اسرائیلي عسکر د غزې په شمال جبالیا کمپ کې د استوګنیزو ودانیو په ویجاړولو او له منځه وړلو بوخت دي.
د فلسطیني خبریال محمد الشریف له لوري پر انسټاګرام خپره شوې ویډیو کې ښکاري، چې د غزې په شمال کې د اسرائیلو له بریدونو وروسته لوی دودونه پورته کېږي.
الشریف لیکلي، چې اسرائیلي عسکرو جبالیا کمپ کې استوګنیزې ودانۍ په بمونو والوزولې.
دا ویډیو د الجزیرې له لوري هم تایید شوې ده.
د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د نسلوژنې په جګړه کې لږ تر لږه ۴۳ زره او ۷۶۴ فلسطینیان شهیدان او ۱۰۳ زره او ۴۹۰ نور ټپیان شوي دي.