د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رییس مولوي محمد یوسف مستري په داسې حال کې چې دیادې ادارې د نظامي چارو مرستیال لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر، په ایران کې د افغانستان سفیر مولوي فضل محمد حقاني، د دفتر رییس قاري رحمت الله ګلزاد، د ښوونې او بیا روزنې رییس مولوي نظرمحمد ناصري، د اقتصادي پروګرامونو او ستراتېژیکو اړیکو رییس عبیدالله اخلاص او یو شمېر نورو مسوولینو هم ګډون درلود، په کابل کې د ایران هېواد له راغلي لوړ پوړي پلاوي سره چې مشري یې د عدلیې وزارت مرستیال وزیر عسکر جلالیان کوله لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د ایران څخه د افغانستان اسلامي امارت ته د زندانیانو د سپارلو او په منظمه توګه د هغوی د انتقال په اړه خبرې اترې وکړې.
د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رییس مولوي محمد یوسف مستري وویل؛ د زندانونو چارو د سمون ادارې نړېوالو څارونکو بنسټونو، سره صلیب او رسنیو ته د زندانیانو د لیدنو او د هغوي د وضعیت څخه د حال خبرونې په موخه زمینه برابره کړې او له تاسو هم همدا هیله لرو، څو په ایران کې د افغان زندانیانو له وضعیت څخه ډاډ ترلاسه کړو.
په همدې حال کې د ایران څخه راغلي پلاوي د زندانونو چارو د سمون ادارې د نشه یې توکو سره د مبارزې له توقیفخونې او توقیفیانو څخه له نږدې لیدنه وکړه او د هغوی لپاره د برابر شویو اسانتیاوو او خدمتونو وړاندې کولو څخه یې خوښي څرګنده کړه.
همداراز، پلاوي د زندانونو چارو د سمون ادارې له رهبرۍ څخه د ښې همغږۍ په موخه مننه وکړه او ويي ویل؛ ایران به د خپلو همکاریو په لړ کې د ترسره شویو توافقاتو پر بنسټ له ایران څخه د افغان زندانیانو لیږد بهیر ته د دوام تر خوا به په دې تړاو د اسلامي امارت سره لازمه همکاري وکړي.
په پای کې د زندانونو چارو د سمون ادارې له لوري راغلي پلاوي ته د زندانیانو لپاره د برابرو شویو سهولتونو، ښوونېزو پروګرامونو او حرفوي زده کړو وېډیویي رېپوټ وړاندې شو، چې نوموړو هم د غوره چوپرتیاوو برابرولو په پار خوښي څرګنده کړه.