د افغاني سرې میاشتې عمومي رییس شیخ شهاب الدین دلاور او د نوموړي مرستیال حافظ عزیز الرحمن د اسیا لپاره د بېلګېټس بنسټ د پولیو برخې له مسولې اناماریا او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې د همغږۍ ناسته کړې.
ناسته کې د افغاني سرې میاشتې عمومي رییس د دې خيريه ملي ټولنې له لوري بې سرپرسته او اړمنو کورنیو ته د مرستونونو او روغتیایي مرکزونو له لارې د ترسره کېدونکو خدماتو او د طبيعي پېښو زیانمنو ته د بېړنیو او اړینو مرستو برابرولو په برخه کې هر اړخيز او تفصیلي معلومات وړاندې کړي او له هغوی څخه یې د مرستو د پراختیا او زیاتوالي غوښتنه کړې.
د اسیا لپاره د بیلګېټس بنسټ مسولې د افغاني سرې میاشتې خدمات ستایلي او د دې خیريه ملي ټولنې له لوري ترسره کېدونکي خدمات یې د اړمنو او ناروغانو لپاره خورا مهم او اغېزمن بللي.
نوموړې ژمنه کړې، چې له افغاني سرې میاشتې سره به خپلې مرستې زیاتوي.