اسرائیلي یرغلګرو پرلهپسې لبنان کې پر روغتیايي مرکزونو او کارکوونکو بریدونه کړي.
د لبنان روغتیا وزارت وایي، چې د نومبر تر ۱۵مې د اسرائیلو په بریدونو کې لږ تر لږه ۲۰۸ روغتیايي کارکوونکو ژوند بایللی او ۳۱۱ نور ټپیان شوي دي.
یاد وزارت زیاته کړې؛ صهیونیستي یرغلګرو پر روغتیايي مرکزونو لږ تر لږه ۲۸۶ بریدونه کړي، چې ۶۶ یې پر روغتونونو او ۲۲۰ نور یې پر بېړنیو روغتیايي خدماتو شوي دي.
په پایله کې ۴۰ روغتونونو زیانمن، ۸ نور غیرې فعال او ۲۴۹ امبولانسونه زیانمن شوي، چې د بشری حقونو سازمانونو له لوري احتمالي جنګي جنایتونه ګڼل کېږي.
تېره پنجشنبه هم لبنان کې د ملکي دفاع په مرکز د اسرائیلو په برید کې ۱۲ ډاکټرانو ژوند بایللی.
دې هېواد کې روغتیايي سیسټم د کارکوونکو، درملو او طبي توکو پر کمښت سربېره په سختۍ اړمنو ته خدمات وړاندې کوي.
تازه د لبنان روغتیا وزارت ویلي، چې اسرائیلي یرغلګرو دې هېواد کې پر ډاکټرانو او بېړنیو روغتیايي مرکزونو بریدونو ته دوام ورکړی او تېره شنبه هم د اسرائیلو په هوايي برید کې دوو ډاکټرانو ژوند بایللی.
د یاد وزارت د راپور له مخې، پر یوه بل برید کې د امبولانسونو مرکز په نښه شوی، چې دوه نور ډاکټران پکې ټپیان شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې لبنان کې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له پيل راهیسې لږ تر لږه ۳ زره او ۴۸۱ کسانو ژوند بایللی او ۱۴ زره او ۷۸۶ نور ټپيان شوي دي.