ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

پکتیا کې د روان کال په لومړیو شپږ میاشتو کې څه‌باندې ۲۵ زره پېژندپاڼې وېشل شوې

د احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي، د پکتیا ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست د ‍‍۱۴۰۳ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۴ زره او ۳۳۲ کسانو ته برېښنایي او ۱۱ زره او ۸۸ نورو غوښتونکو ته کاغذي پېژندپاڼې وېشلې دي.

د پکتیا ولايت د احصايې او معلوماتو رياست د معلوماتو پر بنسټ په دې ولايت کې د مرکز په ګډون په ټولو ولسواليو کې د دوی اړوند دفترونه فعال دي او د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د يادو دفترونو له لارې توانيدلي، چې دوه زره او ۷۸۰ کسانو ته د کاغذي پېژندپاڼو د تایید، دوه زره او ۸۸۱ کسانو ته په کاغذي پېژندپاڼو کې د اصلاحاتو راوستو، ۵۰۸ کوچي وګړو ته د پېژندپاڼو وېش، ۶۰۲ کسانو ته د کاغذي پېژندپاڼو د لغوه کولو او یو زر او ۲۵۶ نورو هېوادوالو ته د ژوند پېښو (۴۸۸زېږون کارتونه او ۷۶۸ د مړینې پارچې) خدمتونه وړاندې کړي.

همدارنګه د پکتیا د احصایې او معلوماتو ریاست د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د اجتماعي او اقتصادي برخو ارقام او له بازار څخه د یو زر او ۷۴۰ قلمه خوراکي او غیرخوراکي توکو د بیو اړوند معلومات هم راټول کړي دي.

دغه‌راز د یاد ریاست له‌خوا د دې ولایت اوسېدونکو ته د نفوسو د احوال ثبت خدمتونو پر وړاندې کولو سربېره په رغنیزه برخه کې هم ځینې پروژې، لکه د ۱۱ کیلو واټه لمریزې برېښنا د تولید سېسټم جوړونې پروژه ګټه اخیستنې ته سپارل شوې او د دې ریاست د ودانۍ د بیارغونې چارې هم پیل شوې، چې ډېر ژر به یې کارونه بشپړ شي.

د یادونې وړ ده، چې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش لړۍ لرې پرتو سیمو او ولسوالیو ته غځولې ده، چې د یادو سیمو اوسېدونکي په اسانۍ سره وکولی شي خپلې برېښنایي پېژندپاڼې ترلاسه کړي.