د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخواه د جهادي ارزښتونو د ساتنې عمومي ریاست له رییسانو سره لومړنۍ ناسته وکړه.
نوموړي په دې ناسته کې ویلي؛ د اطلاعاتو او کلتور وزارت د یاد ریاست په چوکاټ کې درې مهم فعالیتونه تر سره کوي، چې له سمعي او بصري، جهادي موزیم او مستند تاریخ څخه عبارت دي.
ښاغلي خیرخواه زیاته کړه؛ د دغه ریاست اصلي موخه دا ده، چې د اشغال پر وړاندې د افغانانو د مېړانې او سرښندنو مستند مواد راټول او په یوه مشخص ارشیف کې وساتل شي.
د اطلاعاتو او کلتور د وزیر په وینا؛ د دغه عمومي ریاست د جهادي موزیم برخه به د انګریزانو، پخواني شوروی اتحاد او امریکا پر وړاندې د جهاد په ډګر کې پاتې شوي اثار راټول او یوځای کړي.
ملا خیرالله خیرخواه ټینګار کړی، چې د دغه ریاست له لوري مستند تاریخ به د مجاهدینو د قربانیو، محاسن، مبارزې، سرښندنو، د اشغالګرو د ظلمونو، وحشت او همدارنګه د افغان ولس د مظلومیت ښکارندويي کوي، چې پر واقعیت به ولاړ او له هر ډول لاسوهنې پرته به راتلونکو نسلونو ته وړاندې شي.
د دې کار اهمیت دا دی، چې د افغانستان راتلونکو نسلونو ته د خپلو اسلافو همت او قربانۍ بیانوي او هغوی به په دې توګه خپل ريښتیني اتلان ور وپېژني.
ښاغلي خيرخواه ډاډ ورکړی، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت به خپل ټول امکانات په کار واچوي، تر څو دغه ریاست په ښه ډول ټاکل شویو موخو ته ورسېږي.