د ملي دفاع وزارت دويم مرستيال او سرحداتو عمومي مسول ملا عبدالقيوم ذاکر شمال زون ته د سفر په ترڅ کې د ۲۰۹ الفتح قول اردو له قوماندان ملا رحمت الله محمد، د ۲۱۷ عمري قول اردو له قوماندان مولوي امان الدین منصور او د ۲۱۹ عمر ثالث فرقې له قوماندان ملا عزیز الله حقیار او د یادو قول اردو ګانو له مرستیالانو سره په ۲۱۷ عمري قول اردو کې لیدنه کړې.
په دې کتنه کې ملا عبدالقیوم ذاکر په يو شمير امنيتي مواردو باندې د خبرو کولو ترڅنګ د شمال ختيځ زون د سرحداتو د تازه امنيتي پوستو، ټوليو او ودانيو په اساسي او معیاري شکل جوړولو باندې ټينګار کړی.
همدا راز د مسولینو او مجاهدینو ستونزې او مشکلات یې اورېدلي او د حل کولو ژمنه یې کړې ده.