د لوړو زده کړو وزارت او اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې تر منځ د ساده شویو پروسو تطبیقي هوکړه لیک لاسلیک شو.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي ندا محمد ندیم او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې رییس مولوي عبدالحنان عارف الله تر منځ د ساده شویو پروسو تطبیقي هوکړه لیک لاسلیک شو.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د یادې هوکړې د لاسلیک پر مهال د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو له ادارې څخه مننه کړې او ویلي یې دي، چې دغه پروسه زموږ چارو ته چټکتیا او روڼتیا وربښي.
نوموړي زیاته کړې، چې د اسلامي امارت پالیسي له اسانۍ کار اخیستل او په ښه توګه خلکو ته خدمتونه وړاندې کول دي او په دې برخه کې یې خپلو اړوندو ریاستونو او پوهنتونونو ته سپارښتنه کړې، چې له ساده شوو پروسو کار واخلي او پخپل وخت د خلکو کارونه ترسره کړي.
دغهراز د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حافظ محمد حامد حسیب په لوړو زده کړو وزارت کې د ساده شوو پروسو په اړه معلومات ورکړي او ویلي یې دي؛ د دې وزارت په ۱۱ ریاستونو او ځينو پوهنتونونو کې یاده پروسه پلې شوې، چې څو چنده یې په چارو کې چټکتیا او ښه والی رامنځته کړی دی.
وروسته د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې رییس مولوي عبدالحنان عارف الله د یادې پروسې په اړه معلومات ورکړي او د عملي کولو په برخه کې یې د لوړو زده کړو وزارت له مسولینو مننه کړې ده.
د یادولو وړ ده چې د ساده کولو پروسه د چارو ادارې لوی ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې له لوري په دولتي ادارو کې د کارونو د چټکتیا، اسانتیا او روڼتیا په موخه پلي کېږي.