ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عتیق‌الله عزیزي: د چهلستون بڼ د هېواد له تاریخي ارزښتونو یوه مهمه برخه ده

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستیال مولوی عتیق الله عزیزي د چهلستون له بڼ څخه لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د یاد وزارت د تاریخي ابداتو، لرغون پېژندنې، مالي او اداري چارو، عامه کتابتون، ملي راډیو ټلوېزیون، د ځوانانو د اصلاح چارو او د ځوانانو د همغږۍ رییسانو ګډون درلود.

د اغاخان د کلتوري بنسټ رییس انجینر اجمل میوندی چې د چهلستون بڼ د رغونې چارو مسوليت لري، د یاد بڼ د بیا رغونې د پروژې په اړه هر اړخیز پریزنټیشن وړاندې کړ.

نوموړي ویلي، د تېرو کلونو په پرتله د بڼ عواید کم شوي او د ساتنې په برخه کې یې ګڼې ستونزې رامنځته شوې دي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستیال مولوی عتیق الله عزیزي د چهلستون بڼ د هېواد د تاریخي ارزښتونو یوه مهمه برخه بللې او ټینګار یې کړی، چې د دې بڼ د حفاظت او ښېرازۍ لپاره به اړینې هڅې کېږي.

نوموړي له هېوادوالو او سیلانيانو غوښتي، چې د چهلستون بڼ ته لاړ شي د دې تاریخي بڼ له ښکلا، لرغونې معمارۍ، او ودانیو څخه خوند واخلي او د بڼ تاریخي اهمیت په اړه معلومات ترلاسه کړي.

د چهلستون بڼ او قصر د امیر عبدالرحمن خان په زمانه کې د ۱۸۸۰ څخه تر ۱۹۰۱ میلادي کلونو پورې جوړ شو، د امیر حبیب الله خان په دوره کې د دې قصر په جوړښت کې پراخ بدلونونه راوستل شول او د سلطنت په وخت کې د دولتي لوړپوړو چارواکو د اوسېدو ځای و.

د تنظيمي جګړو په ترڅ کې (۱۳۷۱ تر ۱۳۷۶ لمريز کلونو) دغه بڼ او قصر سخت زیان ولید، خو د ۲۰۱۵ څخه تر ۲۰۱۸ میلادي کلونو پورې د اغاخان کلتوري بنسټ د المان هېواد په مالي ملاتړ د دې بڼ بیارغونه بشپړه کړه.

دا مهال د چهلستون بڼ د خلکو پر مخ پرانیستی دی او له ۲۰۱۹ میلادي څخه تر اوسه پورې له درې میلیونو زیاتو کسانو له دې تاریخي بڼ څخه لیدنه کړې ده، یاد بڼ د نندارتونونو او مجلسونو لپاره مناسب ځایونه لري او د هېواد د تاریخي شتمنیو یوه ارزښتناکه نښه بلل کېږي.