ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اسرائیلي رژیم په سوریه کې له ۱۰۰ ډېر هوايي بریدونه کړي

د راپورونو له مخې، اسرائیلي رژیم په سوریه کې له ۱۰۰ ډېر هوايي بریدونه کړي.

برېتانیا کې د سوریې د بشري حقونو څار یوه سازمان ویلي، چې اسرائیلي جنګي الوتکو په سوریه کې له ۱۰۰ ډېر هوايي بریدونه کړي او د دمشق، درعاه، لتاکیا او حماه سیمو یو شمېر پوځي هدفونه یې په نښه کړي دي.

د یاد سازمان په وینا؛ په برزه سیمه کې د ساینسي څېړنو پر یوه مرکز هم برید شوی دی.

پر دې سربېره سوریه کې د بشار الاسد د رژیم له سقوط وروسته اسرائیلو خپل عسکر له سوریې سره په حایله سرحدي سیمه او نورو مهمو برخو کې ځای پر ځای کړي دي.

دا حایله سیمه د سوریې د قلمرو په قنیطره برخه کې موقعیت لري، چې په ۱۹۷۴ کې د اسرائیلو او سوریې تر منځ د یوې هوکړې پر اساس رامنځته شوې وه.

د دمشق په سویل لوېدیځ کې شاوخوا په دې ۶۰ کیلو متره غرنۍ سیمه کې، چې یوه برخه یې لا له وړاندې اسرائیلو اشغال کړې، له ۱۹۶۷ کال وروسته د ملګر ملتونو سوله ساتي ځواکونه مېشت دي. اسرائیلي عسکر له ۱۹۷۴ وروسته د لومړي ځل لپاره د سوریې دې سیمې ته داخل شوي.

ملګرو ملتونو د اسرائیلو دا اقدام او حایله سیمې ته د اسرائیلي عسکرو ننوتل د نړیوالې هوکړې نقض ګڼلی دی.

له بل لوري د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ویلي؛ د جولان لوړې سیمې، چې د اشغال یې شاوخوا ۶۰ کاله کېږي، د تل لپاره به د اسرائیلو د خاورې برخه پاتې شي.

قطر، سعودي عربستان او عراق د اسرائیلي رژیم له لوري اشغال شوي جولان ته نږدې د سوریې د خاورې نیول غندلي.

دې هېوادونو په بېلابېلو خبرپاڼو کې د اسرائیلي دا اقدام له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ګڼلې ده.

اسرائیلي عسکر د تېرې یکشنبې په ورځ د سوریې تر کنټرول لاندې د جولان په لوړو کې حایله سیمې ته ننوتل.

د الجزیرې د راپور له مخې، اسرائیلي عسکرو ستراتېژیکې سیمې ته نږدې په پینځو کلیو کې سوریايي اوسېدونکو ته په کور د پاتې کېدو خبرداری ورکړی دی.