د حج ملي کمېټې غونډه تېره ورځ ( چهارشنبه، د لیندۍ ۲۱مه) د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د یادې کمېټې د غړو په ګډون ترسره شوه.
په دې غونډه کې لومړی د کعبې شریفې د حاجیانو او زیارت کوونکو د انتقال د څرنګوالي، د الوتنو د وخت د مشخص کولو، د ټرانسپورټ او بانکي چارو د تنظیم په اړه هر اړخیز بحث او ارزونه وشوه او وروسته په هغه اړه لازم تصمیمونه ونیول شول.