د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري فراه ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې ولایت د صنعت او سوداګرۍ او د کرنې او مالدارۍ خونې له مسولینو سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې سوداګرو لپاره د لا ډېرو اسانتیاوو برابرولو او د کرنیزو محصولاتو د صادراتو د ودې لپاره د اسلامي امارت پر نویو پروګرامونو خبرې اترې وشوې.
د کرنې وزیر وویل، زموږ موخه ستاسو خدمت کول او د خلکو اقتصاد پیاوړی کول دي.
نوموړي زیاته کړه؛ د خلکو یو بنسټیز شکایت دا دی، چې کورني محصولات مناسب بازار نه لري. په همدې موخه، د اسلامي امارت په اقتصادي غونډو کې ځینې پرېکړې شوې دي.
د ښاغلي عمري په وینا، چې د وروستیو پرېکړو له مخې باید سړې خونې جوړې شي او غیرفعاله سړې خونې د خصوصي سکتور په همکارۍ بیا فعاله شي.
همدارنګه عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله امر کړی، چې د اقتصادي فعالیتونو د پراختیا لپاره دې یو څه ځمکې خلکو ته په واک کې ورکړل شي.
د ناستې په دوام د کرنې وزیر څرګنده کړه، چې د بهرنیو چارو وزیر د عربي هېوادونو، چین او هند له مسولینو سره په لیدنو کې د افغانستان د مېوو او کرنیزو محصولاتو د صادراتو لپاره د نویو بازارونو جوړولو په اړه اغېزمنې خبرې کړې دي.
د کرنې وزیر له سوداګرو وغوښتل، چې نیمایي پانګه د صادراتو لپاره ځانګړې کړي او د هېواد د اقتصاد په پیاوړتیا کې اغېزمن رول ولوبوي.
نوموړي ټینګار وکړ، چې افغان سوداګر باید د اقتصادي مجاهدینو په توګه د پرمختګ او اقتصادي ځان بسیاینې په لاره کې هڅې وکړي.
په ورته وخت کې د فراه ولایت سوداګرو هم خپلې ستونزې د برېښنا د کمښت او د پانګونې لپاره د ځمکې اړتیا په اړه وړاندې کړې او د همکارۍ غوښتنه یې وکړه.
د کرنې وزیر وویل، چې د ځمکې موضوع اړوندو ریاستونو ته سپارل کېږي او په نږدې راتلونکي کې د فراه په ګډون ټولو ولایتونو، ته برېښنا برابرېږي.