ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

یوه روسي او یوه افغان شرکت د اوبو او انرژي په پروژو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور د میتاخیم روسي شرکت له رییس پیوتر الکساندرویچ او د سولې شرکت له رییس انجنیر نجیب الله صادق سره لیدنه وکړه او په افغانستان کې د اوبو او انرژي په پروژو کې د پانګونې په اړه یې خبرې وکړې.

د یادو شرکتونو رییسانو په دغه لیدنه کې د اوبو او انرژي په پروژو کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده او په دې برخه کې د همکاري غوښتنه وکړه.

د اوبو او انرژي وزیر د دې شرکتونو له رییسانو سره د پانګونې لپاره د زمینې د چمتو کولو په برخه کې د هر راز همکاري ژمنه وکړه او هغوی ته یې وړاندیز وکړ، چې د شاه توت للندر بند او له پنجشیر څخه کابل ته د اوبو د لېږد په پروژو کې پانګونې وکړي.

نوموړي زیاته کړه، اوسمهال په افغانستان کې د پانګونې لپاره له هره پلوه زمینه چمتو شوې ده.

همدارنګه، د دغې لیدنې په پای کې پریکړه وشوه، چې د یادو شرکتونو تخنیکي ټیمونه دې د دې وزارت له تخنیکي ټیم سره د پروژو د تخنیکي مسایلو په اړه خبرې وکړې، ترڅو د عملي چارو د پیل لپاره زمینه چمتو شي.