ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملي دفاع وزارت: اسلامي امارت به د افغانستان پر خاوره د پاکستان برید بې‌ځوابه پرې‌نږدي

ملي دفاع وزارت پکتیکا ولایت کې د پاکستاني پوځ له لوري وحشیانه بمبار ته په غبرګون کې ویلي، چې اسلامي امارت به د افغانستان پر خاوره د پاکستان برید بې‌ځوابه پرې‌نږدي.

پاکستاني پوځ پرون ماښام د پکتیکا برمل ولسوالۍ په مربوطاتو کې بمبار کړی.

د ملي دفاع وزارت له قوله، په دې بمبار کې عام ولسي خلک، چې اکثره عام وزیرستاني کډوال دي، په نښه شوي او د ماشومانو په ګډون یو شمېر ملکي کسان پکې شهیدان او ټپیان شوي دي.

یاد وزارت زیاته کړې، چې د افغانستان اسلامي امارت دغه وحشیانه عمل د ټولو نړيوالو اصولو خلاف کړنه او تجاوز بولي او په کلکه یې غندي.

دغه‌راز پاکستانی اړخ باید پوه شي، چې دا ډول خپلسری عمل د هېڅ ستونزې حل نه دی.

ملي دفاع وزارت ټینګار کړی، چې اسلامي امارت له خپلې خاورې او حریم څخه دفاع خپل حق ګڼي او دا کرغیړن عمل به بې ځوابه پرې‌نږدې.