ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په تېره یوه میاشت کې شاوخوا ۲۵ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې په تېره یوه میاشت کې له پاکستان، ایران او ترکیې څخه شاوخوا ۲۵ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي.

د یاد وزارت ویاند مفتي عبدالمطلب حقاني وايي، چې دا کډوال خپلو سیمو ته لېږدول شوي او تر څنګ یې د خوراکي او غیرې خوراکي توکو مرسته هم ورسره شوې ده.

دغه‌راز روغتیا، روزنې او نورو اړتیا ته یې هم رسېدنه شوې او په نږدې راتلونکي کې به ځمکې هم پرې ووېشل شي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ له ایران او پاکستان څخه په جبري او بې‌باکانه توګه د افغان کډوالو پر ایستلو نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې افغانان باید پخپله خوښه افغانستان ته ستانه شي.

یاد سازمان زیاته کړې: “موږ له ایران او پاکستان هېوادونو غواړو، چې د افغان کډوالو بېرته راتګ باید داوطلبانه او له جبر پرته ترسره شي. په تېرو دوو کلونو کې سلګونه زره افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه په جبري توګه ایستل شوي او له سپټمبر میاشتې راهیسې له ایران څخه د افغان کډوال ایستل زیات شوي.”

دا سازمان د راستنېدونکو لپاره د نغدي مرستو ترڅنګ؛ د روغتیا، ښوونځیو، حرفوي روزنو او لومړنیو اړتیاوو پوره کولو په برخو کې همکاري کوي.

له بل لوري یو شمیر راستانه شوي کډوال د افغانستان اسلامي امارت له همکاري څخه په مننې له ملي او نړیوالو بنسټونو غواړي، تر څو اړتیاوو ته یې لا زیاته پاملرنه وشي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت شمېرنې ښيي، چې د اسلامي امارت له بیا حاکمیت وروسته څه باندې څلور میلیونه افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.