د راپورونو له مخې، نن چهارشنبه د قزاقستان اکټاو په ښار کې یوه مسافر وړونکې الوتکه لوېدلې ده.
ویل کېږي، چې په دې الوتکه کې ۶۷ کسان سپاره وو او د اذربایجان له پلازمېنې باکو څخه د روسیې ګروزني ښار ته روانه وه، چې د خرابې هوا له امله یې لوری بدل شوی دی.
په یاده الوتکه کې ۶۲ مسافر او ۵ عمله وه. په مسافرو کې ډېری د اذربایجان وګړي ښودل شوي، خو د روسیې قزاقستان او قرغیزستان وګړي هم پکې شته.
د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت له قوله، لومړني راپورونه ښیي، چې له ۲۵ ژوندي پاتې کسانو څخه ۲۲ یې روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
د رويټرز خبري اژانس له لوري په تایید شوې ویډیو کې ښکاري، چې یاده الوتکه په چټکۍ سره د ځمکې پر لوري روانه ده او د ناستې له هڅې سره سم یې د اور لمبې پورته شوې دي.
د اذربایجان ایرلاینز هوايي شرکت ویلي، چې الوتکې یې له اکټاو څخه شاوخوا درې کیلومتره لیرې د بېړنۍ ناستې هڅه کړې ده.