د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د یاد کمېسیون د غړو په ګډون د اداري کمېسیون غونډه وشوه.
په دې غونډه کې لومړی ګومارل شویو کمېټو د خپلو کړنو، اجراتو او ورسپارل شویو دندو په اړه راپور وړاندې کړ.
وروسته د پوهنې وزارت، کابل ښاروالۍ او ملي پراختیا شرکت اړوند موضوعاتو په اړه هر اړخیز بحث او ارزونه وشوه او په تړاو یې اړین تصمیمونه ونیول شول.