د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له ملي ټلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې پر افغانستان د شوروي اتحاد د یرغل ورځ د تاریخ یوه توره او له وحشته ډک ورځ یاده کړې ده.
نوموړي ویلي، چې روسیې، امریکا او ناټو پر افغانستان د انګریزانو د یرغل له ماتو باید عبرت اخیتسی وای او پر افغانستان یې د یرغل تېروتنه نه وای کړې.
مولوي عبدالکبیر له نړۍ سره د افغانستان د سیاسي اړیکو په اړه ویلي، چې اسلامي امارت د نړۍ په ۴۰ هېوادونو کې سیاسي استازولۍ لري.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال پر نړیواله ټولنه غږ کړی، چې د اسلامي شریعت او د افغانستان ملي ګټو په خوندیتوب سره دې له موږ سره سیاسي اړیکې پراخه کړي.
د مولوي عبدالکبیر په وینا؛ اوس د دې وخت دی چې له تېر څخه عبرت واخلو، د راتلونکي لپاره کار وکړو او دې ته لاره اواره نه کړو، چې بهرنۍ کړۍ یو ځل بیا زموږ په کورنیو چارو کې لاس وهنه وکړي.
نوموړي د شورویانو پر وړاندې د افغان مجاهدینو جهاد، چې په پایله کې يې شوروي اتحاد ړنګ شو، د ستاینې وړ بللی او ویلي یې دي، چې د جهاد له بریالیتوب وروسته ځینې مجاهدین د قدرت په نشه کې دومره مخته لاړل، چې افغانستان کې یې یو پیاوړی اسلامي نظام رامنځته نهشو کړای.