ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کرنې وزارت مرستیال د قزاقستان له پلاوي سره لیدنه کړې

د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالداري وزارت مرستیال او کفیل مولوي صدراعظم عثماني په کابل کې د قزاقستان له پلاوي سره لیدنه کړې.

په قزاقستاني پلاوي کې د دې هېواد د سوداګري وزارت مرستیال کایرات توربایف او د دولتي او خصوصي شرکتونو یو شمېر چارواکو ګډون درلود.

په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو د کرنیزو محصولاتو صادراتو، بازارموندنې، د لوړ کیفیت محصولاتو تولید او د صادراتو او وارداتو په برخه کې د دوه اړخیزې همکارۍ په اړه خبرې شوې. په ځانګړې توګه د غوړیو، اوړو، پنبې او د څارویو سرې د تولید په اړه بحث شوی.

د غونډې په پیل کې مولوي صدراعظم عثماني قزاقستاني پلاوي ته ښه راغلاست ویلی او په افغانستان کې یې د کرنې او مالداري وضعیت په اړه معلومات ورکړي. نوموړي دغه لیدنه د افکارو تبادلې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د لا پیاوړتیا لپاره ښه فرصت بللی دی.

د قزاقستاني پلاوي مشر د قزاقستان ‏د سوداګري وزارت مرستیال کایرات توربایف د خپل سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د متقابلې همکارۍ ارزونه بللې او ویلي يې دي: «موږ د غوړیو او اوړو په تولید کې معیاري او لوړ کیفیت محصولات لرو او غواړو، چې دا محصولات افغانستان ته صادر کړو. همدارنګه، موږ چمتو یو چې د افغانستان محصولات لکه مېوې او سبزيجات وپېرو او نورو هېوادونو ته یې په لېږد کې مرسته وکړو.»

ورپسې د KazakhExport JSC شرکت استازي ابیلکایروف عدلت په فضایي نقشه جوړونه او د فضا له لارې عکاسي کې د همکارۍ پر امکاناتو خبرې کړې او په دې برخه کې یې د قزاقستان د همکارۍ چمتووالی څرګند کړی دی.

د افغانستان د کرنې وزارت مرستیال هم څرګنده کړې، چې افغانستان په هره برخه کې د همکارۍ لپاره چمتو دی او زیاته کړې یې ده: «موږ د لوړ کیفیت محصولاتو د تولید په برخه کې همکارۍ ته اړتیا لرو او د هر هغه هېواد چې غواړي په دې برخه کې راسره مرسته وکړي، هرکلی کوو.»

د غونډې په پای کې د غوړیو د تولید په موخه د لمرګلي (آفتاب‌پرست) کښت، د کرنیزو محصولاتو د حفظ او کرنتین په اهمیت او د لوړ کیفیت تخمونو د تولید په اړه بحث او خبرې شوې دي.