ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اوبو او انرژي وزیر پکتیا کې د یوې مدرسې د علماوو او حفاظو کرامو په فراغت غونډه کې ګډون وکړ

د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور د پکتیا ولایت په ډنډ پټان ولسوالي کې د خلیفه صاحب عبدالواحد نقشبندي د جامعه نقشبندیه مدرسې د علماوو او حفاظو کرامو په فراغت غونډه کې ګډون وکړ.

نوموړي د یادې مدرسې علماوو او حفاظو کرامو ته د مبارکي ویلو ترڅنګ د دې مدرسې د استادانو هڅې ستایلې دي.

د اوبو او انرژي وزیر په دې غونډه کې په اوسني شرایطو کې د دیني علومو د زده کړې، ارزښت د علماو د مسولیتونو او د دین او دیني ارزښتونو په ساتنه کې د علماو د رول په هکله خبرې کړې.

نوموړي له علماوو او حفاظو کرامو څخه غوښتي، چې خپل مسولیتونه په ښه توګه ترسره او د اسلامي نظام د ټینګښت او د شریعت د پلي کېدو په برخه کې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي.

ښاغلي پر دې سربېره د اسلامي امارت د اقتصادي او سیاسي تګلارو په هکله هم خبرې کړې او په دې تړاو یې له ګډونوالو سره اړین معلومات شریک کړي دي.