ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اسلامي امارت غزه کې پر کمال عدوان روغتون د اسرائیلي یرغلګرو بریدونه په کلکو ټکو غندي

بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت د صهيونيستي غاصب رژيم له خوا په غزه کې د کمال عُدوان پر ملکي روغتون بريدونه او د روغتون د سوځولو، خدماتو بندولو، ناروغانو ایستلو او د طبي کارکوونکو د حُرمت تر پښو لاندې کول په کلکو ټکو غندي.

یاد وزارت زیاتو کړې؛ د فلسطين د غزې سيمه چې له څوارلس نيمو میاشتو راهیسې د صهيونيستي رژيم له ځمکني، هوايي او بحري بريدونو لاندې ده او ټول بنسټونه یې نږدې په بشپړه توګه ویجاړ شوي؛ اوس يې هغه محدود پاتې بنسټونه چې ځینې روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي، د صهيونيستي اشغالګر رژيم له خوا په ارادي او پلاني ډول له مينځه وړل کيږي.

په یاده اعلامیه کې راغلي: “په داسې حال کې چې اشغالګر رژيم د روانې نسل وژنې په دوام د جګړې ټول قوانین او اخلاقي معیارونه تر پښو لاندې کړي، د نړۍ د بانفوذه هېوادونو چوپتيا د اندېښنې وړ ده. اسلامي امارت يو وار بيا د نړۍ او سيمې په بانفوذه هيوادونو غږ کوي، چې د دغه وحشتونو د عاجلې بندونې او د فلسطين قضيې ته د يوې داسې دايمي حل لارې د را اېستلو له پاره عاجل او عملي اقدام وکړي چې د فلسطين خلکو ته د منلو وړ وي.”

اسرائیلي یرغلګرو له اوږدې مودې راهیسې د غزې شمال کلابند کړی او پر یوازیني فعال روغتون کمال عدوان یې بریدونه پیل کړي دي.

د الجزیرې د راپور له مخې، صهیونیستي رژیم پرون غزه کې پر یوازیني فعال روغتون کمال عدوان برید کړی، ټول ناروغان او روغتیاپالان یې په زور له روغتونه ایستلي او شته تجهیزات یې له منځه وړي دي.